
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ویروس ۱۸۷ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په هرات او کابل کې د ۳۶ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې هېڅوک د کورونا له کبله نه مړه شوي او نه له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا ویروس ۳۶ زره او ۷۸۲ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ زره او ۵۵۶ هغه بېرته رغېدلي او ۱۲۸۸ هم مړه شوي دي.
تر اوسه په نړۍ کې له ۱۸ میلیونه او ۴۵۱ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۶۹۷ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۱۱ میلیونه او ۶۸۲ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.





