
حکومتي مسوولین وايي، چې نړېوال بانک او ځينې نور هېوادونه غواړي د افغانستان د پُستي خدماتو د پراختیا په برخه کې ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحيدي د پُست نړېوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، چې اوس هم افغانستان د پُست په برخه کې زیاتې ستونزې لري.
وحیدي زیاته کړه، چې نړېوال بانک دغه پېسې به د ۲۰۱۷م ز کې افغانستان ته وسپاري.
هغه وویل، چې دوی د پُستي خدمتونو د پراختیا له پاره د کار پېلولو له پاره پوره چمتو دي.
د مخابراتو وزیر وویل، چې امریکا، ترکیه، فرانسه او اذربایجان هېوادونو هم په دغه برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ له ۱۳۹۲م لمریز کال راهیسې ۲ میلیونه ډالره د خصوصي سکټور له خوا په دغه برخه کې پانګونه شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې په لویو لارو کې د امنیت نه شتون، په پروازونو کې محدودیتونه، د پُستي خدماتو څخه د پولیسو او په ګمرکونو کې د مسوولینو د معلوماتو نه شتون د پُست رسولو پر مخ جدي ستونزې دي.
د یاد وزارت مسوولین وايي، چې په راتلونکي کې باید پُستي خدمتونه د دولت په چوکاټ کې خصوصي سکټور ته وسپارل شي.
دوی وايې، چې د پُستي خدمتونو په برخه کې تر اوسه ځانګړی قانون نشته او دا مسله د دې لامل شوې، چې په ګمرکونو او نورو اړوندو ادارو کې دغې موضوع ته جدي پاملرنه و نه کړي.
د معلوماتو له مخې همدا اوس په ټول هېواد کې ۴۶۳ پُسته خانې، ۳۵ زره پُستي صندوقونه او ۵ خصوصي شرکتونه په دغه برخه کې فعالیتونه کوي.





