.jpg)
د کندهارښار اوسېدونکي وايي، د خښتو بټۍ د دې ښار په ۱۰مه، ۱۵مه، دویمه او ځینو نورو ناحیو کې فعالې دي چې د یادو سیمو اوسېدونکي یې په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته کړي دي.
د کندهارښار اوسېدونکیو حبیبالله او سلیمې پهدې اړه سلاموطندار ته وویل، په یادو بټیو کې د موټرو زاړه ټیرونه او نور ناکاره سوځېدونکي توکي سوځول کېږي چې دودونو یې دوی او د دوی د کورنۍ غړي په تنفسي ناروغیو اخته کړي دي.
دوی نیوکه کوي چې څو ځله یې د کندهارښار ښاروالۍ او چاپېریالساتنې ادارو ته شکایتونه کړي او هغوی هم له استوګنیزو ځایونو د یادو بټیو لرې کولو په اړه ورسره ژمنې کړي، خو په وینا یې، تراوسه یې په خپلو ژمنو عمل کړی نهدی.
په همدې حال کې د کندهار د خښتو بټیو خاوندان که څه هم د ټیرونو او نورو ناکاره توکیو سوځول د چاپېریال لهپاره ګواښوونکي بولي، خو وايي د لرګیو او ګازو بیې لوړې دي او د کارولو وسه یې نهلري.
عبدالحمید چې په کندهار کې د خښتو بټۍ لري، له دولته غواړي چې د بټیو لهپاره یې مناسب ځای وټاکي او دوی تیار دي چې خپلې بټۍ له استوګنیزو ځایونو ولېږدوي.
بلخوا د کندهار د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال ساتنې څانګې مسوول عبدالرحمان هم وايي چې د کندهار ښار ناسم چاپېریال خلکو ته سرخوږی جوړی کړی دی. نوموړی زیاتوي، اوسمهال میرویس حوزوي روغتون ته د ورتلونکیو ناروغانو له ډلې، ډېری یې د ککړې هوا تنفس کولو له کبله د وینې پر سرطان، تنفسي او د پوستکي په ډول ډول ناروغیو اخته کړي او باید مخه یې ونیول شي.

د کندهار چاپېریال ساتنې ادارې رییس امانالدین حمیدي که څه هم د کندهارښاریانو ستونزه مني، خو وايي د مخنیوي لهپاره یې تر عامه پوهاوي پرته بل هېڅ کولی نهشي.
خو د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمری څرګند وايي، یوه مناسب ځای ته د یادو بټیو لېږدولو لهپاره یې د ولایت مقام په مشوره ګډ کمېسیون ټاکلی او ترڅېړنو وروسته به یادې بټې له استوګنیزو سیمو بل ځای ته ولېږدوي.





