نورستان؛ د تښتېدلې نجلۍ پر سر شخړه کې ۳ کسان وژل شوي

د نورستان په نورګرام ولسوالي کې له کوره د یوې نجلۍ د تښتېدو پر سر شخړې له امله ۳ کسان وژل شوي او خپله نجلۍ هم ټپي شوې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته وویل، د نورګرام ولسوالي په ننګراج کلي کې یوه نجلۍ د خپل پلار له کوره بل کور ته تښتېدلې وه چې د نجلۍ کورنۍ پر یاد کور برید کړی او له کبله یې ۳ کسان وژل شوي او تښتېدلې نجلۍ هم ټپي ده.

اړوند مطالب:

فاریاب کې ۱۱ کلنه نجلۍ له واده کولو وژغورل شوه

تخار کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ د پلورل کېدو مخه ونیول شوه

په بغلان کې پر یوې ۸ کلنې نجلۍ ډله‌ییز جنسي تېری شوی


والي وایي، د یادې قضیې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
په همدې حال کې د نورګرام ولسوالي یوه اوسېدونکي صاحب‌داد سلام‌وطندار ته وویل، شپږ ورځې وړاندې یوه ناواده کړې نجلۍ له یوه هلک سره په خپله خوښه له کوره وتلې وه چې تېره ورځ د نجلۍ پلارګنۍ پر مقابل کور برید کړی او د یاد کور دوه ځوانان یې وژلي او نجلۍ هم ټپي ده.
دی وایي، بریدکوونکیو په خطا کې خپل یو ملګری هم په ډزو وژلی دی.
په نورستان کې دود دی چې کله هلک او نجلۍ په رضا له کوره لاړ شي، د قومي جرګې له لارې یې نکاح تړل کېږي او په  دې توګه پېښه شوې ستونزه هوارېږي، خو مالومه نه‌ده چې په پرونۍ پېښه کې څرنګه له قومي تړې سرغړونه شوې ده.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت د ښځو چارو د رییسې نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره هم بریالي نه‌شو.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په نورستان کې ناموسي وژنې او پېښې زیاتې شوي چې د بشري حقونو ادارې یې هم اندېښمنې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام