د کاریګرو ټولنې مسوولینو د مې لومړۍ نېټې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، سره له دې چې په ټولو بنسټونو کې د کار قانون نقض کېږي؛ خو په خصوصي بنسټونو کې بیا په زیات ډول نقض کېږي.
د کاریګرو ټولنې رییس معروف قادري د مدیوتیک په نوم بنسټ له خوا د کار نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د کار قانون بیا ځلي کتل شوی دی؛ خو د تصویب لهپاره ولسي جرګې ته استول شوی نه دی.
قادري زیاته کړه، ټول بنسټونه په ځانګړې توګه خصوصي بنسټونه د کار قانون خلاف له کاریګرو کار اخلي او ان دا چې د ولادت رخصتۍ له امله مېرمنې په دندو کې نه جذبوي.
نوموړي وویل، زیاتره قراردادونه یو جانبه او په بهرنیو ژبو عقد کېږي.

دی وايي، زیاتره بنسټونه د ځوانانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخلي او کله چې ونه غواړي د کاریګر کارت اخلي او له کاره یې کاږي.
قادري زیاته کړه، چې دولتي بنسټونو له څو میاشتو راهیسې د کارکوونکو تنخوا نه ده ورکړې او دا د کار قانون نقض دی.
دا داسې مهال دی، چې په رسنیو کې د خپرو شوو ریپوټونو پر بنسټ وزګارتیا ورځ تر بلې زیاتیږي او په زیاترو مواردو کې خصوصي بنسټونه د ځوانانو له اړتیا په ګټې اخیستنې سره دوی ته په ډېر کم حق دنده ورکوي.





