
سید ذبیح الله پادشاه نومېږي او د غور د امنیې قوماندانۍ امنیت امر دستیار په توګه کار کوي.
هغه ـ چې اتهویشت کاله عمر لري ـ د پروان د سرخپارسا ولسوالۍ اوسېدونکی دی او یوې روڼاندې کورنۍ کې نړۍ ته راغلی.
سید ذبیح الله ۱۳ کاله په کابل، فراه، بغلان، پروان، فاریاب او غور ولایتونو کې د ملي پولیسو لیکو کې په لوړ مورال او روحیې سره دنده ترسره کړې او د ترهګرو ډلو پر وړاندې یې جګړه کړېده.
هغه وايي، له کوچنیوالي یې هیله لرله چې سرتېری شي او کله چې له ښوونځي فارغ شو؛ د کورنۍ په ملاتړ یې پرېکړه وکړه چې له خپل هېواد او خاورې څخه د دفاع لهپاره د پولیسو جامې پر تنوي او د پولیسو لیکو سره به یوځای کېږي.
سیدذبیح الله زیاتوي، سره له دې چې دې لاره کې یې ډېرې ستونزې تجربه کړي؛ خو ترڅو چې یې بدن کې یو څاڅکی وینه وي؛ د افغانستان دوښمنانانو پر وړاندې ودرېږي او جګړه کوي.
سیدذبیحالله همدارنګه وویل، واده یې کړی، درې لوڼې او یو زوی لري؛ خو دا چې له خپلې کورنۍ لېرې دی؛ یوازې د موبایل له لارې د خپلو ماشومانو غږ اوري.
سید ذبیح الله وايي، د جګړې پرمهال ورسره یوازینۍ خاطره د خپلې لور د مخې ښې وروستۍ شېبه په سترګو کې وي.
دی وايي، «یوه ورځې له کوره وتم؛ لور مې حویلي کې وه، ساپي یې لاس کې وه، راغله را ته یې وویل، پلاره صبر وکه چې بوټان دې پاک کم، بیا له خیره دندې ته لاړ شه. تل کله چې جګړه کې یم د لور هماغه خوږه شېبه مې سترګو ته اودرېږي.»
د هغه په وینا، د هېواد ناامنه سیمو کې یې دنده ترسره کړې چې دغه موده کې ډېرو ستونزو او څو ځلې د طالبانو کمین سره مخ شویدی.
د سید ذبیحالله په وینا، که څه هم طالبانو سره جګړه او نښتو کې د پوځي امکاناتو او تجهیزاتو کمښت سره مخېږي؛ خو بیا هم په زړورتیا سره مبارزه کوي او هېڅ کله هم د هېواد له امنیت تامینولو څخه نهدی په شا شوی.
هغه طالبانو سره جګړه کې د خپلو ملګرو له لاسه ورکول، د ژوند له ترخو خاطرو څخه بولي.
سیدذبیح له خپلو میاشتنیو حقونو، امتیازاتو او د اوسېدلو له ځای راضي دی.
هغه خپلو همسنګرانو او نورو سرتېرو ته یوه پیغام کې وايي، د خلکو امنیت تامینولو کې په پوره ریښتونولۍ او ایماندارۍ سره هڅه وکړي او تر هغې دې د دې خاورې د اوسېدونکي واقعي اتلان شي چې ترڅو یې په تن کې یو څاڅکی وینه موجوده وي.
د سرتېري دنده ټوله نړۍ کې له ستونزو ډکو دندو شمېرل کېږي؛ خو افغانستان کې بلکل بېسارې ده.
ورته مطالب:
سرتېری؛ د پولیس لهپاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی
پروان؛ ځېنې ملا امامان د بهرنیانو په امر د امنیتي ځواکونو جنازې نهکوي





