د غور ښاروال محمد عارف قاضيزاده سلاموطندار سره خبرو کې وویل چې د دې ولایت اوسېدونکیو د ښاري پراختیا او سهولت لهپاره خپله څه باندې ۱۲ زره جریبه شخصي ځمکه د دولت په واک کې ورکړېده.
ښاغلي قاضيزاده وویل، دوی وروسته له هغې د فیروزکوه نوي ښار رامنځته کولو طرحه غوره کړه چې د نفوس له حده زیات تراکم، د ناامنیو زیاتېدل او وچکالي د دې لامل شوه چې د غور زیاتره اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز کې ځای پرځای شي.
د هغه په وینا، هغوی به راتلونکي پسرلي کې د فیروزکوه په نوي ښار جوړولو کار پیل کړي او هغه به د نن ورځې په معیارونو سره د فیروزکوه اوسني ښار ۱۰ کیلومترۍ کې د حوض مرغان سیمه کې جوړ کړي.
د ده په وینا، د دې کار مهم علت د دولتي ادارو لهپاره د ځمکو د نهشتوالي ستونزه وه.
هاخوا د غور د ښارجوړونې رییس خیرالدین رامش د فیروز کوه نوي ښار جوړول یو مثبت ګام بولي او وايي، د دغه ښار په رغولو سره به د ښاري ژوند له اړخه د فیروزکوه ښار اوسېدونکیو ۹۰ سلنه ستونزې حل شي.

د ښاغلي رامش په وینا، د حوض مرغان سیمې ښهوالی دا دی چې د ښاریانو ټولې اړتیاوې په کې په پام کې نیول شوي او ترڅنګ یې له اجتماعي ساحې پیل تر ښوونځي، د فیروزکوه تر هوايي ډګر، لویو سړکونو، د اوبو رسولو سیستم او هر هغه څه ـ چې د زېربناوو په برخه کې اړین وو ـ په پام کې نیول شويدي.
د غور اوسېدونکي او مدني فعالان هم د ځايي چارواکیو له دغه ګامه هرکلی کوي او وايي، د فیروزکوه نوي ښار جوړېدل کاري موکې پيدا کولی شي او همدارنګه د خلکو په اقتصاد او د ښاروالۍ په عوایدو مثبت تاثیر کولی شي.
د غور ځايي مسوولانو د څرګندونو پر بنسټ، همدا اوس د فیروزکوه اوسني ښار په څه کم ۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند کوي.





