
د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس د دې وزارت د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په هېواد کې د کمعمرو ماشومانو په ودونه کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د مېرمن دادرس په وینا، دا شمېرې له هغې نظرپوښتنې ترلاسه شوېدي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومان ملاتړ صندوق او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت لهخوا شوېده.
د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۷۸ سلنه کورنیو ویلي چې د ودونو په شان موضوعاتو په اړه د کورنۍ پلار پرېکړه کوي او دغه راز، ۵۵ سلنه کورنیو چې پهدې نظرپوښتنه کې ګډون کړی، ویلي دي، له هغه کس سره هم باید خبرې وشي چې واده کوي.
مېرمن دادرس زیاتوي چې دغه وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د ودونو ثبت مقررې تسوید او د میراث حق ته د مېرمنو لاسرسي ښه والي پالیسي هم جوړه کړېده او دغه راز يې په مرکز او ولایتونو کې ۲۰ د روغتيايي او رواني سلا مشورو مرکزونه جوړ کړيدي.





