د افغانستان د قومونو نوملړ په اړه اصلي کیسه څنګه وه ؟

په دې وروستیو کې د افغانستان د قومونو نوی نوملړ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کيږي.

په پام کې وه، چې د دغه نوملړ نه په برېښنايي تذکرو کې کار واخیستل شي، خو د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې په دغه لست کې ځينې داسې قومونه شته، چې په نورو څانګو ویشل شوې دي.

په دغه نوملړ کې ۴۲ قومونه راغلي، چې د "افغانستان د قومونو وروستي لست" نوم ورکړل شوی و.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ۱۳۸۲ لمریز کال د اساسي قانون لويې جرګې ګډون کوونکی فضل‌کریم ایماق وايي، چې په دغه نوملړ کې د ایماق قوم په لرخوابي، سجاني، فیروزکوهي، جمشیدي او تیمني ویشل شوې دي.

ایماق وايي، چې په اوسني نظام کې حق د اقوامو د کمیت پر بنسټ تثبیتیږي او په څانګو د یو قوم ویشل خطرناکې پایلې لرلی شي.

نوموړی د قومونو او قبایلو وزارت او د ثبت احوال نفوس له ادارې غواړي، چې د افغانستان د قومونو په برخه کې په احتیاط عمل وکړي.

له بل لوري بیا د اقوامو قبایلو او سرحدنو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو رییس خیال‌الدین صدیقي وايي، چې د دغه نوملړ د عنوانونو په ترتیب کې تېروتنه شوې، ځکه پر خبره يې د یو قوم څانګې په جلا قومونو ویشل شوې دي.

هغه وايي، چې دغه نوملړ وروستی نه‌دی او ډېر ژر به نوی نوملړ ترتیب شي او په تذکرو کې د لیکلو په موخه به نشر ته وسپارل شي.

له بل لوري د نفوس او احوالو د ثبت ادارې رییس همایون محتاط د ولسمشر له دویم مرستیال سره د خبرو پر مهال دغه نوملړ رد کړ او ویې ویل، چې د نفوسو اداره په‌دغه برخه هیڅ راز دخالت نه‌دی کړی.

هغه وايي، چې د قومونو د لست په اړه باید د عدليې او قومونو چارو وزارتونو نظریات هم موجود وي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر د برېښنايي تذکرو په اړه د نفوسو د احوالو ثبت د قانون په ۶مه ماده کې تعدیل راوست او د تعدیل سره سم به له‌دې وروسته په تذکرو کې د افغان کلمې ترڅنګ قومیت هم ذکر کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام