
عامې روغتیا وزارت د کورونا د تشخیص څلورم مرکز په کابل کې پرانېسته. دغه مرکز چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لابراتوار کې جوړ شوی، د ورځې د ۱۰۰ نمونو د ارزولو وړتیا لري.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن د دغه مرکز د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې ډېر ژر به په کندوز، بلخ او کندهار کې هم د کورونا ویروس د تشخیص ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.
نوموړي وویل، هڅه کوي چې په ورځ کې د کورونا د مثبتو پېښو د تشخیص وړتیا ۱۰۰۰ ته لوړه کړي.
د هغه په وینا، د تشخیص د ظرفیت په ډېرېدو سره به د کورونا مثبتې پېښې کمې او نور هېوادوال به پرې له اخته کېدو خوندي شي.
د عامې روغتیا وزیر وویل، چین به په راتلونکیو دوو ورځو کې د کورونا د تشخیص لس زره کېټونه له افغانستان سره همکاري وکړي او په دې سره به د ۵۰۰ زرو کسانو د تشخیص اسانتیاوې برابرې شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وايي، که وضعیت ناسم لوري ته ولاړ، دغه وزارت به خپل نور لابراتوارونه هم د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.
که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو نه یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه یوازې د کورونا د تشخیص څلور مرکزونه چې دوه یې په کابل او یو ـ یو یې هم په هرات او ننګرهار کې جوړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو بهیر ورو یاد کړ، خو له خلکو یې وغوښتل چې له دغه وژونکي ویروس نه د ژغورنې لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي.
تراوسه ۱۴۵ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ډېره برخه یې په هرات ولایت کې ده. له دغې ډلې تراوسه ۴ کسان مړه شوي او ۵ نور بېرته روغ شوي دي.





