نی: د سایبري قانون په ځینو مادو کې ناڅرګند تیا پر رسنیو محدودیت لګوي

  د نی اجرایوي مشر

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاټر اداره یا نی وايي، چې د ولسمشر له خوا د سایبري جرمونو توشیح شوي قانونو په ځینو مادو کې ناڅرګندتیا به رسنیو ته د اطلاع رسولو په چارو کې محدودیتونه رامنځته کوي.

د نی اجرایوي مشر عبدالمجیب خلوتګر د سه شنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د جزا توشیح شوي قانون په غبرګون کې رسنیو ته وویل، د دغه قانون یو شمېر مادې ناڅرګندې دي او نی باوري دی، د افغانستان جزايي قانون په دغې برخه کې معلوماتو ته لاس رسی او د وینا ازادي محدوده شوې.

خلوتګر له حکومته غواړي، د سایبري رسنیو په اړه د دغه قانون د ځینو مادو په اړه جدي وضاحت ورکړي، چې هېواد کې د خبر رسولو کار مخه ونه نیسي.

د ده په خبره، د دغه قانون په ځینو برخو کې په ناڅرګنده توګه راغلي، چې د هغو معلوماتو خپرول او لېږل چې د دیني ارزښتونو خلاف وي جرم ګڼل کېږي او د هر ډول برېښنايي، مخابراتي او ټکنالوژیکي وسایلو واردول منع دي، چې دغه ټکي په قانون کې په سمه توګه روښانه شوي نه دي.

د نی مشر له حکومته وغوښتل، چې د دغه قانون په ۸۹۴ مادې کې راغلي هغه کسان چې قومي، مذهبي او دیني تعصباتو ته لمن وهي مجرم دي؛ خو د دیني، مذهبي او ژبنیو تعصباتو عواملو ته اشاره نه ده شوې.

د نی مسوولینو د حکومت له خوا د وسله والو مخالفینو د سایتونو تړلو ستاینه وکړه او دغه کار يې هېواد کې د امنیت ټینګښت په برخه کې ګټور وباله.

د نی د غبرګون په اړه مو عدلیې وزارت سره د نظر اخیستلو له پاره اړیکه ونیوله، خو دغه وزارت د پرلپسې اړیکو سره، سره ځواب ونه ویلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام