جوزجان کې طالبانو د «موسيقۍ اورېدل او د ږيرې خرېیل» منع اعلان کړي

د جوزجان ولايت منګجيک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ږيرې پر خرېيلو، موسيقي اورېدلو  او د سينګار توکيو پر کارولو بنديز لګولی دی.

د ياد ولايت د منګجيک ولسوالۍ د محلي ادارې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې طالبانو د يادې کړنې ترسره کولو لپاره په دې ولسوالۍ کې ۱۲ ځايه د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي او هغه کسان چې له ياد امر نه سرغړونه وکړي، جزا ورکوي.

د منګجيک ولسوال مطیع‌الله احسان وايي، د طالبانو ياده پرېکړه د دعوت او ارشاد له غونډې وروسته کړې ده.

د جوزجان اوسېدونکي د طالبانو له لوري پر دوی وضع شوي محدوديتونه د انساني ارزښتونو پر خلاف ګڼي  او وايي چې د ږيرې پرېښودل او نه پرېښودل شخصي کړنه ده او طالبان نه بايد خلک دې کار ته اړ کړي.

د منګجيک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي چې طالبان پر دوی خپل شخصي قوانين تطبيقوي چې دا کړنه د خلکو د زورونې لامل کېږي.

د طالبانو له لوري پر خلکو د محدوديتونه نوې خبره نه ده او د کابل له نيولو وروسته د وسله‌والو طالبانو د پوهنې وزير ليکلي وو چې: « طالبان له موسيقۍ سره مخالف دي ځکه چې فکر ګډوډوي او د اسلامي اصولو مخه نيسي.»

خو د وسله‌والو طالبانو يو وياند ذبیح‌الله مجاهد د منګجيک ولسوالۍ د محلي مسوولانو دا ادعا ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام