حکومت نړيوالو ته د خپلو کارونو حقیقي راپور نه دی وړاندې کړی

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې افغان حکومت د مرستندویه هېوادونو په څېړنې او څارنې غونډه کې هغه څه نه‌دي وړاندې کړي کوم چې باید وړاندې شوي وای.

د جرګې غړي وايي، چې دوی ته د حکومت له لوري وړاندې شوی راپور د منلو وړ نه‌دی.

تېره ورځ (دوشنبه جولای ۹مه) شاوخوا  ۲۹ هیوادونو استازو ترمنځ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څیړنې او څارنې ګډه غونډه وشوه.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وايي، هغه سندونو چې حکومت په دغې غونډه کې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي دي ناسم دي.

«تاسو پرون ولیدل چې حکومت نړیوالې ټولنې ته اسناد او پاڼې چمتو کړې، چې ښايې افغان حکومت په دې برخو کې بریالی وو د هیواد سترو مسلو په اړه د پارلمان ځای څه وو؟ د افغانستان د ولسي جرګې استازي د قضیې یوې برخې په توګه کولی شي نړیوالې ټولنې ته د حکومت یوې خوا لیدلوري مخنیوی وکړي نړیوالې ټولنې تل د یو لوري نظرونه اوریدلي دي».

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم وايي، په داسې حال کې چې د اداري فساد یوه دوسیه هم په جدي توګه نه ده څیړل شوې، حکومتي بنسټونو کې  سمون نه دی راغلی حکومت څنګه ادعا کوي چې پر دغو ژمنو يې عمل کړی؟

دا داسې مهال دی چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې ورځ کابل کې خبري غونډې پرمهال له نړیوالې ټولنې سره د ځینو ژمنو پلي کولو کې ستونزې ومنلې خو وویل، چې په دغې غونډه کې يې د مرستندویه هیوادونو قناعت حاصل کړی.

«پرون انصافاً چې یوه بریالۍ غونډه وه له څو لیدلورو مو هغه ژمنې چې کړې وې په خپل وخت سره مو ترسره کړې  دي.»

همدارنګه د ماليې وزیر وویل، د مرستندویه هیوادونو استازو په دغې غونډه کې ژمنه وکړه، افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي او دغه راز، حکومت به هم نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو عملي کیدو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام