بامیان؛ د کم‌پیدا حیواناتو او الوتونکیو د ښکار په اړه اندېښنې ډېرې شوي

د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې برخې یوشمېر فعالان د «د وحشي حیواناتو د ژوند او د ښکار مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په وروستیو کلونو کې د فارسي پلنګ، لېوه، باز او کونګ په څېر د وحشي حیواناتو او کم‌پیدا الوتونکیو د ښکار له کبله دغه حیواناتو او الوتونکي د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

کم‌پیدا حیوانات او الوتونکي تر ډېره د بامیان ولایت په یوشمېر ولسوالیو او دښتو کې اوسېږي.

دوی وايي، ښکاریان په پسرلي، اوړي او مني کې له یوې مخې کبان، لېوان او هوسۍ او دغه راز ځینې الوتونکي ښکار کوي. د دوی په وینا، ښکاریان کم‌پیدا الوتونکي له هېواده بهر قاچاقوي.

د چاپېریال ساتنې برخې فعال جمعه‌خان مهدوي وايي، خلک هر کال په پسرلي کې د بامیان ښار په شاوخوا او «د اهنګرانو، سومارې، پولادي، شش‌پل او دوکاني سیمو» کې د کبانو ښکار کوي، خو څوک یې مخه نه نیسي.

د بامیان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ابراهیم دادفر هم د حیواناتو او کم‌پیدا الوتونکیو د ښکار په اړه اندېښنه ښیي او وايي، امنیتي ځواکونو د سږ کال له پیل راهیسې، د کم‌پیدا الوتونکیو د ښکار او قاچاق او دغه راز د هوسیو د ښکار د درې پېښو مخه نیولې ده.

نوموړی وايي، د بامیان یوشمېر ښکاریان له هغو عربانو سره اړیکې لري چې فراه او نیمروز ولایتونو ته راغلي، خو په وینا یې، له امنیتي ادارو سره په همغږۍ به له هېواده بهر د حیواناتو او الوتونکیو د قاچاق مخه ونیسي.

هغه زیاتوي، په تېرو کلونو کې هوسۍ هم د ورکېدو په سور نوملړ کې وې، خو سږ کال یې نسل ډېر شوی او له یاد نوملړه اېستل شوې دي.

د بامیان د چاپېریال ساتنې مسوولان په دغه ولایت کې د  (UNDP)، د وحشي ژویو د ژوند خوندیتوب سازمان (WCS) او د اقلیم شنه صندوق په مرسته په دغه ولایت کې د وحشي ژویو د ژوند او اوسېدو ځایونو د ساتلو په موخه په دغه ولایت کې د هڅو خبر ورکوي.

د بامیان د چاپېریال ساتنې ریاست د شمېرو له مخې، اوس په دغه ولایت کې ۱۷۵ ډوله الوتونکي او لسګونه ډوله وحشي حیوانات پېژندل شوي دي.

بندامیر، شاه‌پولادي او د بامیان دښتې د چاپېریال ساتنې ملي او ساتل شوې برخې دي چې وحشي حیوانات په‌کې اوسېږي. دا سیمې څو ډوله حیوانات او الوتونکي لري چې د طبیعت ګرځېدنې یا «ایکو ګرځندوي» مهمې موخې ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام