لوګر کې لسګونه مېرمنې د ناامنۍ وېرې کورناستې کړي

هغه لوګرۍ مېرمنې چې پخوا یې په دولتي او نادولتي ادارو کې دندې درلودې اوسمهال کورناستې دي او وايي چې د ناامنیو له امله یې دندې پرېښي دي.  

د لوګر مرکز پل‌علم او بره کي برک ولسوالۍ یوشمېر لوستو مېرمنو سلام‌وطندار ته وویل ورستیو جنګ‌‌ جګړو یې پر ژوند مخامخ منفي اغېز کړی، کار او روزګار یې خراب شوی او په کورونو ناستې دي.

د مروه او مریم په نومونو دغه مېرمنې وايي، له دې مخکې په دولتي او نادولتي بنسټونو کې یې کار کړی دی خو اوس کورناستې شوي دي.

مروه وايي، ۷ کاله یې په دولتي اداره کې دنده ترسره کړ او بلاخره د ناامنۍ وېرې کورناستې کړه. مریم چې له یوې موسېسې سره کارکوونکې وه ناامنۍ اړ کړه چې دنده پرېږدي.

دغه مېرمنې له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي؛ ترڅو بېرته دندو ته ورستنې شي.

د لوګر د ښځو چارو رییسه شیما زرګر هم مني چې ځینې مېرمنې د ناامنیو او کلتوري ستونزو له امله په دفترونو کې کار نه شي کولی.

مېرمن زرګر وايي له یو کال راهیسې د مدني ټولنو په مرسته توانېدلي چې له بېلابېلو ستونزو سره سره په ادارو کې د ښځو حضور کم‌رنګه نه شي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام‌وطندار ته وویل یوازې په روانه میاشت کې ولایتي ادارې ۱۱ نوې فارغې شوې نجونې په دندو ګورمالي دي.

صالح زیاتوي ولایتي اداره ژمنه ده چې ښځو ته په دغه ولایت کې د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

د ښځو چارو ریاست په وینا د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالۍ پېښو شمېر هم زیات شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام