په پاکستان کې وېزه لرونکو افغانانو سره هم د بې وېزې په شان چلن کيږي

ځېنې سرچینې وايي، چې په پاکستان کې ټول افغانان چې وېزې لري او که نه یې لري، د پاکستاني پولیسو له خوا له ډېرو ستونزو او بندیزونو سره مخ دي.

تېره میاشت، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا ووژل شو؛ ورسره سم د پاکستان له خوا د افغانان پر وړاندې په پاکستان او تورخم بندر کې ساحه راتنګه شوه.

له پولې هاخوا خبریالان وايي، چې پاکستان هلته مېشتو افغانانو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.

په کوټه کې ازاد خبریال رازق برق سلام وطندار ته وویل، هغه افغانان چې وېزې لري او که یې نه لري؛ په اسلام اباد، بلوچستان، خېبرپښتونخوا، کراچۍ، پنجاب او نورو ځایونو کې د پاکستاني پولیسو له خوا له ستونزو سره مخېږي.

د ده په خبره، پاکستاني پولیس په هوټل، مېلمستون، کوڅه، لاره، پارک او هر ځای کې له افغانانو سره بد چلن کوي او په یوه او بل نامه یې په ځورولو لاس پورې کوي.

د برق په وینا، پاکستاني پولیس افغانانو نه د پيسو اخیستلو په پار بېلابېلې پلمې جوړوي او ورته وايي، چې په پاکستان کې د ګرځېدلو له پاره باید له بهرنیو چارو وزارت نه لیک راوړي، چې دا ډېرو افغانانو ته ناممکنه کار دی.

خو په خېبر پښتونخوا کې بل خبریال رحیم الله یوسفزی بیا دا ډول بندویزونه نوې خبره نه ګڼي او وايي، هر کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې یا په دواړو هېوادونو کې امنیتي پېښې رامنځته شي؛ نو د پاکستان له خوا پر افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په بېلابېلو بهانو ورته ستونزې جوړېږي.

د ده په وینا، ان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په پېښور کې افغان کونسلګرۍ هم شکایت کړی، چې د پاکستاني پولیسو له خوا ورته ستونزې پيدا کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني بیا د افغانانو اساسي ستونزه وېزه ګڼي او وايي، چې د دې موضوع د حل له پاره په اسلام اباد کې افغان سفارت هڅې پیل کړې دي.

د ده په وینا، د سفارت چارواکیو له پاکستاني چارواکیو نه د افغانانو د ستونزو د حل په اړه جدي غوښتنه کړې ده.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په اسلام اباد، لاهور او نورو ځایونو کې په هوټلونو کې افغانانو ته ځای نه ورکول کيږي.

له بل لوري په افغانستان د پاکستان سفارت فرهنګي اتشه اختر منیر بیا دا ډول ادعاوې ردوي او وايي، چې هیڅ امکان نه لري، چې یو څوک د وېزې او پاسپورت سره سره بیا هم د پاکستاني پولیسو له لوري وځورول شي.

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له مړینې وروسته پاکستان د امریکا او ځېنو نورو هېوادونو له خوا تر فشارونو لاندې دی. د امریکا له خوا په پاکستان باندې د پوځې مرستې له درلو وروسته تېره ورځ د کاناډا بهرنیو چارو وزیر هم رسنیو ته وویل، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ او تمويلوونکی دی، چې په سیمې او افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه د همدې هېواد له خوا کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام