بدخشان پوهنتون: د شتمنیو حیف‌ومیل، له واکونو ناوړه ګټه‌اخیستل او د تل په څېر جنسي ځورونې

د هغو سندونو له مخې چې سلام‌وطندار ته رسېدلي، د بدخشان پوهنتون رییس خسرو نظري او د بشري سرچینو امر احمدجاوېد واثق له تېرو څو کلونو راهیسې له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخلي.

بډې اخیستل، د ستاینلیکونو وېش، د کرايي کور او مېلمستون په نوم د پوهنتون د بودېجې حیف‌ومیل، د خپلوۍ پالل، د ښځینه کارکوونکیو ځورول، له اجیرانو ناوړه ګټه اخیستل او په شخصي کارونو کې د پوهنتون امکانات کارول، هغه تورونه دي چې په یادو اسنادو کې د بدخشان پوهنتون رییس او د بشري سرچینو امر په اړه راغلي دي.

د پوهنتون رییس خسرو نظري له خپل واک نه په ګټې اخیستو، له ۲۵ زره نه نیولې تر ۲۷ زره افغانیو پورې څو ستاینلیکونه ځان او د بشري سرچینو امر احمدجاوېد واثق ته ډالۍ کړي چې دا کار د مالیې وزارت د مالي معینیت د ۱۳۹۲ مالي کال د ۷مې ګڼې مصوبې خلاف دی.

د مالیې وزارت د مصوبې ۱۳مه ماده کې راغلي چې له بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي له‌پاره د تشویقۍ معاشونو ورکړه، د ستاینلیکونو او نورو اضافي ډالیو ورکړه محدود شوي دي.

دغه راز نظري د کورکرایې، د مېلمستون لګښتونو او د مُبل‌وفرنیچر اخیستو په نوم شاوخوا ۵ سوه زره افغانۍ په بډه وهلي؛ په داسې حال کې چې د ۹۲ مالي کال د ۷مې ګڼې مصوبې، ۲۰مې مادې دولتي بنسټونه د کارکوونکیو له‌پاره د اوسېدو ودانۍ له اخیستلو منې کړي دي.

د دې ترڅنګ، د بدخشان پوهنتون رییس د پوهنتون اداري مرستیال فیضان‌الحق ته  چې دوه کاله یې هندوستان کې زده کړې کولې، امتیازي حقونه ورکړي چې دا هم له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستل او د ملکي خدمتونو د کارکوونکیو ذاتي‌چارو مقررې د لسمې مادې، ۴مې فقرې خلاف عمل دی.

یاده فقره کې راغلي: «که د ملکي خدمتونو کارکوونکیو د زده کړو موده له یوه کاله وغځېږي، بست به یې د ازادې سیالۍ له لارې اعلانېږي.»

کله چې د سلام‌وطندار راډیو خبریال د بدخشان پوهنتون له رییس سره اړیکه نیسي؛ نوموړی هم له خبریال سره تود روغبړ کوي، خو چې پر ده د لګېدلو تورونو په اړه ورته ویل کېږي او خبریال یې په اړه ترې پوښتنې کوي؛ نوموړی تر ځواب او ځنډ پرته خپله اړیکه پرې کوي.

د بدخشان پوهنتون کې د ځینو سرچینو په وینا، خسرو نظري یو شمېر خپلوان د معتمدانو په نوم ګومارلي چې دا کار فساد او د خپلوۍ پالل دي. ښه بېلګه یې د پوهنتون د بشري سرچینو د امر احمدجاوېد واثق ګومارل دي چې د ښاغلي نظري خپل دی او دغه  سندونه هم د نوموړي له فساد، له صلاحیتونو ناوړې ګټې اخیستو، د پیسو په بډه وهل، په شخصي چارو کې د دولتي امکاناتو له کارولو او اخلاقي فساده پرده پورته کوي.

واثق ۱۲م پاس دی، خو دا چې د نظري خپل دی او ملاتړ یې کوي، د بدخشان پوهنتون د بشري سرچینو د امر په توګه ګومارل شوی او د میاشتینو حقونو ترڅنګ، امتیازي هغه هم اخلي.

اوس پوښتنه دا ده، سره له دې چې د بدخشان پوهنتون ۸۰ سلنه کارکوونکي د کارشناسۍ دورې نه فارغ شوي، نو ولې یو ۱۲م پاس باید د بشري سرچینو آمر وي؟

ښاغلی واثق رشوت اخلي، د نویو کارکوونکیو یوه میاشت معاش یې په بډه وهلی، پوهنتون کې ښځینه کارکوونکې، استادانې او محصلانې ځوروي، د پوهنتون له امکاناتو ناسمه ګټه اخلي، د اضافه‌کارۍ پیسې په غیرعادلانه توګه وېشي، له ناسوبو کارکوونکیو سره دوه‌مخی چلند کوي او د پوهنتون ۵ اجیران یې د شخصي کار له‌پاره کور ته بیولي دي. دا تورونه «د بدخشان پوهنتون د اداري او تدریسي کارکوونکیو عرض‌پاڼه» کې لیکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بدخشان پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت په ۲۱۸۰ ګڼه مکتوب کې د اضافه‌کارۍ حقونو د توزېع په اړه لیکل شوي: «ټول ریاستونه دې د اړوندو کارکوونکیو اضافه کاري د هغه متحدالمال له مخې چې مخکې ورته لېږل شوی، د خپلو کارکوونکیو او اجیرانو د معاش ۱۰ سلنه فنډ دې په پام کې ونیول شي».

د بدخشان پوهنتون ریاست، د دې پوهنتون د بشري سرچینو امر احمدجاوید واثق په اړه د اداري او تدریسي کارکوونکیو عرض‌پاڼه او پرله‌پسې شکایتونه څېړي او په اړه به یې پرېکړه کوي چې نوموړی یې د استادانو چارو او علمي څېړنو د امر په توګه معرفي کړی. دغه راز نوموړي ته دې «لیکنۍ سپارښتنه» وشي چې «په اکاډميک چاپېریال کې د ګډوډۍ رامنځته کولو او سلیقه‌يي چلند نه ډډه وکړي.»

خو احمدجاوېد واثق د دې ټولو تورونو د رد ترڅنګ وايي، د بدخشان پوهنتون ځینې پخواني کارکوونکي ورته د د سیسو جوړولو هڅې کوي.  

د لوړو زده کړو وزارت که څه هم په بدخشان پوهنتون کې د فساد موجودیت په اړه څه نه وايي، خو تاییدوي چې مخکې هم له یاد پوهنتون نه دې وزارت ته ځینې شکایتونه رسېدلي وو.

د لوړوزده کړو وزارت ویاند احمدضیا ساحل وايي، دې وزارت سره د سلام‌وطندار د څېړنې برخې خبریال تر اړیکې وروسته، بدخشان پوهنتون کې د فساد او خپلوۍ موضوع د وزارت له مشرتابه سره شریکه شوه چې هغوی په دې اړه یاد پوهنتون ته د یو پلاوي لېږلو لارښوونه هم کړې ده. د ضیا په وینا، یاد پلاوی به ډېر ژر بدخشان ولایت ته لاړ شي او د څېړنو پایلې به له خلکو سره شریکې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام