
بغلان ته له سرپل ولایت نه راغلې بېځایه شوې کورنۍ خبرداری ورکوي، که راتلونکیو څو ورځو کې ورته خواړه ونهرسېږي، ماشومان به یې له لوږې مړه شي.
دلخواه او نوربيبي ـ چې له سرپله بغلان ولایت ته راغلي ـ وايي، د وچکالۍ او سېلابونو له کبله بېځایه شوي، خواړه نهلري او له سختو ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې د دغو بېځایه شویو د شورا رییس عبدالغفور له حکومته غواړي چې د یادو بېځایه شویو کورنیو ژوند ته پام وکړي، ګنې انساني ناورین به رامنځته شي.
بلهخوا د بغلان د والي ویاند محمود حقمل که څه هم د بېځایه شویو کورنیو ادعاوې تاییدوي؛ خو وايي د ستونزو حل لهپاره یې هڅې روانې دي.

سرپل د شمالي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی چې اوسېدونکي یې د جګړې او بېثباتۍ ترڅنګ، اوس وچکالۍ هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي.





