
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوی نظرپوښتنې ښيي چې هېواد کې له هرو دوو کسانو نه یو یې رواني ناروغ دی او له یادو ناروغیو سره یې د مبارزې په موخه د رواني طب ۱۱۰ متخصصان روزلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال فدامحمد پیکان وايي، په ۲۰۰۶ کال کې د رواني طب یوازې دوه متخصصان وو، خو اوس پهدې برخې کې ۱۱۰ کسان کار کوي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د رواني او ټولنیزو ناروغیو ۷۵۰ سلاکاران هم ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې د صحت روغتون د رواني ناروغیو ډاکټر او سلاکار اېمل ساپی وايي، هره ورځ یاد روغتون ته له ۴۰۰ تر ۵۰۰ رواني ناروغان ورځي چې تر معاینې وروسته یې ځینې رواني کلینیکونو ته لېږل کېږي او ځینې نور یې چې ناروغي یې جدي وي، دې روغتون کې بستر کېږي.

ټولنیزې او کورنۍ ستونزې، تاوتریخوالی، د ژوند ناسم چاپېریال او شرایط، ټولنیز وضعیت، قفر او بېکاري د رواني ناروغیو اصلي لاملونه دي.





