دايکندي کې يوې جوړې کوژدنو د خپلې کوژدې د مصرف پر پيسو ۱۴۰ بنډله د روغتیايي توکيو مرسته وکړه

د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحق علي درمان له سلام وطندار سره خبرو کې ویلي چې د دې ولایت د ښار جوړونې رییسې راضیې الفت او ولایت کې د یوه ساختماني شرکت مسوول محمد بشیر د خپلې کوژدي لګښټونه د روغتیايي چارو لپاره ورکړي دي.

 درمان وايي، دغو دوو مینانو په اوسنیو بحراني شرایطو کې د خپلې کوژدي لپاره ځانګړې کړې ۱۰۰ زره افغانۍ روغتیايي توکي، مواد او له کورنا ویروس نه د مخنیوي په غرض روغتیايي بنډلونه اخيستي او د عامې روغتیا ریاست ته یې ډالۍ کړي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې دغه روغتیايي مواد به د مینانو په خوښه د ګرځند روغتیايي ټیمونو له خوا د دایکندي په ولسوالیو او کلیو کې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

راضیه الفت او محمد بشیر بېګزاد د خپل دغه کار موخه د زیانمنو کسانو خوندیتوب او د ټولنې له بې‌وزلانو ملاتړ وښود او زیاته یې کړه چې دایکندي د هېواد له بې‌وزله ولایتونو ګڼل کېږي او ډېری وګړي یې د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

راضیې الفت له سلام وطندار سره خبرو کې وويل چې د شیریني خوري او کوژدې د مراسمو لګښتونه یې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ کېږي خو دوی د بې‌ځایه مصرفولو په ځای په دغو پيسو ۱۴۰ بنډله روغتیايي مواد چمتو کړي چې له ډلې یې ۱۰۰ بنډلونه په دایکندي او ۴۰ نور په بامیانو ولایت کې روغتیايي ادارو ته سپارلي ترڅو اړمنو کسانو ته یې ووېشي.

دغه ځوانه جوړه په هېواد کې له ټولو ځوانانو او نورو کوژدنو جوړو غوښتنه کوي چې د غونډو او محفلونو له جوړولو ډډه وکړي او په ځای یې لګښتونه د کورونا ویروس له خپرېدو نه په مخنیوي ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دایکندي کې دا مهال  ۸کسان په کورونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې یو کس روغ شوی او یوه هم  مړ شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام