
د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په برګ مټال او منډول ولسوالیو کې د واورې ښویېدنې او د استوګنې کورنو د نړېدو له امله شاوخوا ۵۰ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم سلام وطندار ته وویل، د وژل شویو کسانو له ډلې ۴۶ مړي او ۱۱ ټپیان د برګ مټال ولسوالۍ او ۴ تنه وژل او یو ټپي د منډول ولسوالۍ دي.
نوموړي دا هم وویل، ښايي، د انساني مرګ ژوبلې کچه له دې هم لوړه شي، پر وینا يي، یو شمېر کسان لا هم تري تم دي.





