هغه فاریابۍ جمیله، چې پرې د جنسي تېري قصد کوونکی يې په ډزو وژلی و اوس له دولته عدالت غواړي.
جمیلې۵ میاشتې وړاندې یو داسې شخص وواژه، چې غوښتل یې پر دې جنسي تېری وکړي، چې وروسته بیا د خپل ۸۰ کلن مېړه او د ۶ څخه تر ۱۰ کلونو پورې ماشومانو سره د ګرزیوان ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته تښتېدلې وه.
جمیلې خبرداری ورکړی، که چېرې پر دې د جنسي تېري قصد کوونکي هغه بل محمد حسن نومي ملګری، چې ټپي شوی و، و نه نیول شي، نو د خپلې کورنۍ د ۷ تنو غړو سره به خپل ژوند ته د پای ټکی کيږدي.
هغې زیاته کړې، چې که دوی بېرته ګرزیوان ولسوالۍ ته لاړ شي، نو د محمد حسن د کورنۍ غړو له خوا به ووژل شي.
له بل لوري ملامصري د جمیلې خاوند سلام وطندار ته وویل، چې دی په ټاکنو کې عبدالله او اشرف غني ته رایه ورکړې او باید د خپلو ټاکنو پر مهال شوې ژمنې، چې اجتماعي عدالت دی عملي کړي.
له بل لوري د فاریاب والي سید انور سادات وايي، چې د ټپي شوي هلک سره دی تر اوسه درې وارې تېلفوني اړیکه نېولې ده.
د نوموړي په وینا، جمیلې د خپل ځان نه دفاع کړې وه او دا به تر هغه پورې په میمنه کې پاتې شي، ترڅو عدالت نه وي تامین شوی.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت د مرافعې محکمې رییس قضاوت مند صبغت الله مشفق وايي، چې تر اوسه د جميلې دوسیه د ګرزیوان ولسوالۍ څخه دوی ته نه ده رسېدلې.
هغه زیاتوي هرکله، چې دوی ته د جميلې دوسیه ورسيږي، نو دوی به پرې د قانون له مخې پريکړه وکړي.
جمیله ۴۰ کلنه ده او د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د شاخ درې اوسېدونکې ده.
د هغه راپور له مخې، چې هماغه مهال د سلام وطندار له لوري خپور شوی و په کې راغلي، شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې د شپې ناوخته څو کسه د جميلې د خوب کوټې ته ننوځي، چې جنسي تېری پرې وکړي، خو کله چې دا پرې پوهيږي، نو بالښت لاندې تفنګچې ته لاس کړي او یو تن د محمد حنیف په نوم ووژني او د محمد حسن په نوم یو بل په کې ټپي کړي او حسن په همدې ټپي حالت په تېښته بریالی کيږي





