د هرات او بلخ اوسېدونکي: ګاونډیان دې په افغانستان کې لاسوهنه نه‌کوي

نن د هرات او مزارشریف په ښارونو کې د ولسي وګړیو له لوري په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د لاسونو او د طالبانو د ملاتړ په غبرګون اعتراضونه او راټولېدل وشول.

د هرات ښار اوسېدونکیو او مدني فعالانو د «د سولې بهیر، ملي روغه‌ ـ جوړه او د روسیې او سیمې لاسوهنې» په نوم اعتراض شوی‌و چې په افغانستان کې یې د هېوادونو د لاسوهنې په اړه نیوکه وکړه.

د هرات مدني فعال جواد عمید او دوو اوسېدونکیو غلام فاروق او ګلثوم د ننني اعتراض او راټولېدنې موخه په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواوو ته د سولې غوښتنې غږ رسول بولي.

دوی وايي چې روسیه، پاکستان او ایران له یوې‌خوا ځانونه د سولې ملاتړي او د افغانانو خواخوږي بولي او له بلې‌خوا د دولت مخالف وسله‌وال په ځانګړي ډول طالبان حمایه کوي او پوځي تجهیزات ورکوي.

د هرات دا اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، که ګاونډي هېوادونه غواړي چې په د سولې په تامین کې ونډه ولري او حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له‌پاره اسانتیا برابره کړي؛ د دولت د وسله‌والو مخالفانو له پوځي ملاتړه لاس واخلي.

په ورته وخت کې د بلخ ځېنو اوسېدونکیو او مدني فعالانو د یوې راټولېدنې په ترڅ کې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هغو د لاسوهنې په اړه نیوکه وکړه.

د مزارشریف مدني فعال قاري میر روهین انصاري او دیني عالم سیدمحسن حسیني وايي چې ګاونډي هېوادونه د وېرې له امله نه غواړي چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله ځکه راشي چې اقتصادي زیان ور اوړي.

په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د لاسوهنې موضوع نوې خبره نه ګڼل کېږي.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور، د افغان سولې د وروستیو هېڅو سره هم‌مهاله ګاونډیو هېوادونو هڅې پیل کړي چې د افغانستان په اړه په پرېکړو کې مهمه ونډه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام