
د پلازمېنې اوسېدونکي کمو خدماتو، بېقانونۍ او ګڼې ـ ګوڼې لاسو ګرېوان کړيدي. د ښاري موټرو په مخکنۍ څوکۍ د دوو کسانو کېنول، په ښار کې د بېسندو موټرو ګرځېدل او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول هغه ستونزې دي چې د دې ښار اوسېدونکي هره ورځ ورسره مخېږي.
په بېځایه ځای کې د موټر پارک کول کابلیانو ته په عادي چارې بدل شويدي؛ خو په پليو لارو او واټونو کې د موټرو درول هغه ستونزه ده چې چندانې مخینه نهلري. پخوا به له پلیو تګ ځایونو نه یوازې د پلي تګ لهپاره ګټنه کېدله؛ خو له څه مودې راهیسې موټرچلوونکي له پلیو لارو نه د پارکینګ په توګه کار اخلي او همدې بېبندو بارۍ ښار بېنظمه کړیدی.
لهدې سره بیا ځېنې کابل ښاریان د دا ډول بېنظمیو مسوولان ترافیکو ریاست ګڼي او وایي، نه د ترافیکو ماموران او نه هم د موټرو څښتنان د ښاریانو حقوقو او ښاري انظبات ته پام احترام کوي.

فرشته وايي، په ډېر مشکل سره له پلې لارې استفاده کولی شي؛ ځکه چې د هر موټر له نیمې ډېره برخه پليو لارو ته راوتلې وي او دا او نور ښاریان حاضر نهدي چې پهدا ډول تنګو لارو کې پلي ولاړ شي.
نذیر هم پهدې باور دی، د دې ترڅنګ چې موټرو د پلیو لارو تلونکیو ته ستونزه پيدا کوي؛ د موټر وزن د پلیو لارو فرش شوې تیږیو ته هم زیان رسوي.
په کابل ښار، استوګنیځو ځایونو او د مارکېټیونو کې د پارکېنګونو نهشتوالي دې ته زمینه برابره کړېده چې موټرې په پلیو لارو کې ودرېږي.
د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني وايي په پلیو لارو کې د موټرو د درولو ستونزې په اړه به ډېر ژر دا ریاست له ګڼې ـ ګوڼې نه په ډکو ځایونو کې د پارکومتر په نامه دستګاه ولګوي.
ښاغلی سلطاني مني چې دا عمل د ترافیکو په قانون کې جرم دی او ترافیک ماموران باید د دې عمل مخه ونیسي.





