
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت د وچکالۍ اغېزو د کمولو په پار نن په کابل کې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزیر نجیباقا فهیم د ورکشاب ګډونوالو ته وویل، که د وچکالۍ اغېزو کمولو ته جدي تدابیر ونه نیول شي؛ په راتلونکیو لسو کلونو کې به کابل کې اوبه پیدا نهشي.
ده زیاته کړه، وچکالي لهمنځه نهشي وړلی؛ خو اړینه ده چې له طبیعت سره د جوړجاړي لارې چارې ولټول شي.
ښاغلي فهیم دا هم وویل چې د وچکالۍ کنترول لهپاره پوهې، تکنالوژۍ، پانګې او ملي ارادې را منځته کولو ته اړتیا ده.
د ده په وینا، دا ځل وچکالي د سیمې په ټولو هېوادونو راغلې او د مخنیوي لهپاره یې لازم اقدامات ضروري دي.

پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزتالله صدیقي وویل چې د ورکشاپ جوړولو موخه دا ده چې د وچکالۍ او اقلیم بدلون اغېزو کمولو په اړه یې د دې ادارې ولایتي مسوولان، اړوندو ادارو استازي، د نړۍوالو موسېسو نمایندهګان او کارپوهان ورغوښتي وو چې خپلې تجربې او پلانونه سره شریک کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ځېنو ولایتونو پېښو ته د رسېدنې مسوولان په ولایتونو کې له وچکالۍ سر ټکوي.
د هلمند او نورستان ولایتونو پېښو ته د رسېدنې چارو رییسان میرکلیم زاهدي او عبدالوهاب شېرزاد سلام وطندارته وویل چې پهدې ولایتونو کې وچکالۍ کروندګرو او څارويوالا له ستونزو سره مخ کړي او باید دولت ورسر مرسته وکړي.
لهدې مخکې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو داسې رپورونه خپاره شوي چې خلک د وچکالۍ له امله خپل څاروی په ډېره ټیټه بیه پلوري.





