په اور سور کړي بېل او جوشو اوبو د یوې ښځې شکنجه

د فاریاب د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن په اور سور کړي بېل او جوشو اوبو شکنجه کړې ده.

د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه ماریا نوري وايي، لعل بي‌بي چې ۱۷ کاله عمر لري او د فاریاب د غورماچ ولسوالي اوسېدونکې ده، د خاوند له لوري تر شکنجه کولو وروسته د میمنې ښار روغتون ته لېږدول شوې ده.

د نوري په وینا، د لعل بي‌بي خاوند د هغې دواړه پښې په اور سور کړي بېل او جوشو اوبو سوځولي دي.

هغه زیاتوي، د روغتون ډاکټرانو ویلي چې د لعل‌ بي‌بي د ژغورلو لپاره باید د نوموړې دواړه پښې پرې شي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د یادې پېښې په تړاو یې د لعل‌ بي‌بي خسر نیولی دی.

اړوند مطالب:

غور کې یوه کس خپله مېرمن ۱۸۵ چاکو وهلې او وژلې

سرپل کې یوه کس خپله مېرمنه په چاکو وژلې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام