تخار کې د روغتيايي خدماتو بندېدل؛ ډاکټرانو څو مياشتې معاش نه دی اخيستی

د تخار د کوکچې سيند غاړو ته د پرتو ولسوالۍ ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکيو  تېره ورځ «د ثور ۱۶مه، سه‌شنبه» کاربنديز کړی او لامل يې هم د څو مياشتو راهيسې د معاش نه ورکړه يادوي.

دښت‌قلعه، خواجه‌بهاوالدین، خواجه‌غار، درقد، ينګي‌قلعه، چاه‌اب او رستاق هغه ولسوالۍ دي چې د تخار د کوکچې د سيند پر غاړه پرتې دي.

د ينګي‌قلعه ولسوالۍ د روغتيا د برخې مسوول ډاکټر نسیم شاکر سلام‌وطندار ته وايي، تخار ولايت ټولو روغتيايي کارکوونکيو له ۶ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او له همدې کبله يې خپل فعاليت ځنډولی دی.

شاکر زياتوي، د عامې روغتيا وزارت د تړون له مخې د تخار ولايت د روغتيا برخې د ټولو کارکوونکيو معاشونه د يوه غيردولتي «اهيد» بنسټ له لوري ورکول کېږي؛ خو ياد بنسټ يې له شپږو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

د نوموړي په وينا، «اهيد» غيردولتي بنسټ عامې روغتيا وزارت سره د تخار ولايت د روغتيا رياست د درملو د لېږد او مالي حساب تړون کړی دی.

د کوکچې سيند غاړو ته د پرتو ولسواليو ډاکټران وايي، د حکومت مرکزي ادارې په دې ولايت کې د ياد شمېر ولسواليو روغتيايي مرکزونو کې له کورونا ويروس د مبارزې په برخه کې هم هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د يادو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې ډاکټران يې د معاش د نه ورکړې له کبله د دوی د ناروغانو درملنه نه کوي.

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو چې راپور کې د اهيد غيردولتي بنسټ مسوولانو نظر هم ولرو.

خو د تخار د عامې روغتيا رياست رييس نصرالله قاضي‌زاده وايي چې دا موضوع د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ سره شريکه کړې او د وزارت مسوولانو ورسره ژمنه کړې چې ژر به يې ياده ستونزه حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام