

نن جمعه د (جنورۍ پر ۱۳مه) یو شمېر کابل مېشتو او د زرغون بهیر غړیو په افغانستان کې د تېرې اوونۍ د بریدونو په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړ او دوی یې په کابل، کندهار او هلمند کې د شویو ترهګریزو بریدګرو ملاتړي وګڼل.
دغو سلګونو لاریونوالو د شعارونو په ورکولو سره ویل، چې دغه هېواد په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د تنظم ځای دی. هغوی له پاکستانه وغوښتل چې د بې ګناه وګړیو له وژلو لاس واخلي.
دغه معترضان له افغان حکومت نه د پاکستان پر وړاندې د یوې ښې تګلارې غوښتونه کوي او غواړي، چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت وتړل شي.
دغو لاریونوالو د یو پرېکړه لیک په اورولو سره وویل، چې د پاکستان پوځ د افراطي مدرسو په جوړولو سره له ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي؛ خو ملګري ملتونه په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.
طالبانو تېره اوونۍ په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې له ۵۰ ډېر وګړي ووژل او شاوخوا ۹۰ تنه یې ټپيان کړل.





