مثنی پېژندپاڼې د درغلیو له‌پاره وېشل کېږي

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د مثنی پېژندپاڼو وېش د پېژندپاڼې له کاپي سره هېڅ توپیر نه‌لري او په ټاکنو کې د سرغړونو لامل کېږي. په وینا یې، تر هغو پورې چې کمېسیون او حکومت شته ستونزې په بنسټیزه توګه حل نه‌کړي او د څار مناسب سیستم ونه کاروي د سرغړونو زمینې به پر ځای پاتې وي.

هېوادوالو لومړی په کاغذي پېژندپاڼو کې د رایه‌ورکولو ستېکر یا نښان لګولو نه اندېښنه درلوده، خو د ټاکنو کمېسیون څه موده مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ په همغږۍ اعلان وکړ چې له دې وروسته به د پېژندپاڼو په کاپي هم د ټاکنو نښان یا سټیکر ولګول شي؛ دغه مسله بیا د اجرایوي ریاست او سیاسي ګوندونو له غبرګون سره مخ شوه. له هغې وروسته د ټاکنو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د امنیتي اندېښنو له منځه وړلو له‌پاره په شرایطو برابرو کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشي او د رایه‌ورکولو سټېکر به هم په کې ولګول شي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، دغه پرېکړه یې ناامنه سیمو کې د افغانانو ځاني خوندیتوب له‌پاره نیولې ده.

د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ موسېسې مرستیال محمود مل وايي، د حکومت او کمېسیون دغسې طرحې یوازې پلمې دي او اصلي ستونزه خپله حکومت او د ټاکنو کمېسیون کې ده. پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا وايي، دغه پرېکړه په سیاسي انګېزې او د درغلیو په موخه نیول شوې ده.

ورته وخت کې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، د رایه‌ورکولو په شرایطو برابر کسانو له‌پاره د مثنی پېژندپاڼو وېش د ټاکنو کمېسیون له لوري وړاندې شوې طرحه ده او د هغوی دنده یوازې د پېژندپاڼو وېش دی چې د ټاکنو رڼښت په هغوی پورې هېڅ تړاو نه‌لري.

هڅه مو وکړه د دې موضوع په اړه د ټاکنو کمېسیون نظر هم ترلاسه کړو خو په ډېرو هڅو سربېره خبرو ته حاضر نشول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام