
د تخار بندیانو د دې زندان د مدیرانو پرضد اعتراض وکړ. دوی ادعا کوي چې د دې ولایت د زندان مدیر ډګروال عارف د بندیانو له ډلې یو تن بې له کوم دلیله سخت وهلډبولی دی چې په پایله کې یې د هغه صحت سخت وخیم کړیدی.
بندیان وايي چې د زندان مدیر دا بندي د نشې پرمهال وهلی او ډبولی دی.
د دوی په خبره، د زندان مدیر له دوی سره ښه چلند نهکوي او له دوی نه پيسې غواړي چې د څرخي پله لېږلو ته یې له لېږلو مخنیوی وکړي.
وهلشوی ډبلشوی بندي عبدالجلیل وايي چې د زندان مدیر بې له کوم دلیله وهلی دی.

د تخار زندان مدیر ډګروال عارف د دې تورونو په اړه خبرو کولو ته حاضر نهشو.
په ورته وخت کې د تخار والي فضلالله مجددي وايي، د بندیانو له اعتراض سره سم یو پلاوی ورغلی او اعتراض پای ته رسېدلی دی.
د تخار والي تاییدوي چې یو بندي وهلی شوی او دوی به دا ستونزه په جدي ډول وڅېړي.
د یادولو ده چې د تخار په زندان کې له ۷۰۰ تنو ډېر کسان بندیان دي او د محکمې د حکم پر بنسټ د بند موده تېروي.





