
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال رحمتالله حشر سلام وطندار ته ویلي، چې داعش وسلهوال اوسمهال د بادامو او پستې ونې له ريښو سره باسي.
د حشر پرخبره، د داعش له خوا د دې کار اصلي لامل نه دی معلوم، خو داسې ښکاري چې دغه ډله له پریکړو ونو د سون توکو په توګه ترې ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې داعش وسلهوالو د درزاب د "آق بلاق" په نوم سیمه کې ۲۰ زره جریبه دولتي ځمکو چې ټولې د پستو ونو په طبعیي ډول پهکې پراختیا کړې وه او درزاب لویدیځ لوري څخه ۳۰ زره جریبه ځمکه چې د شیرمنګو او ګوره خان ځنګلو په نوم یادیږي د مخالفینو په ولکه کې ده.
درزآب ولسوالۍ اوسېدونکو خدای نظر او جمشید سلام وطندارته وویل اوسیدونکي هم د داعش وسلهوالو له زور زیاتي په تنګ راغلي او له حکومته غواړي، چې د دوی خوندي ساتلوترڅنګ د دغو ملي ځنګلونو د پریکولو مخنیوي لهپاره دې درزآب ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت د کرنې او مالدارۍ رېیس محمدرحمان ارغندیوال انديښنه لري، چې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وسلهوالو له خوا د پستې او بادامو ونې پرې کیږي.
ارغندیوال سلام وطندارته وویل، ترهغه چې امنیتي ستونزې له منځه لاړې نهشي دوی نه شي کولای ددغو ځنګلونو ساتنه وکړي.
د جوزجان درزآب ولسوالۍ یوه له ناامنه ولسوالیو څخه شمیرل کیږي، چې داعش وسلهوالو په دغه سیمه کې د درېیو ملکي وګړو په ډزو وژلو وروسته دې سیمه کې د ځنګلونو پریکولو ته مخه کړې او هڅه کوي، چې د تریاکو کښت ته زمینه برابره کړي.





