د اختریزو دودونو نه پالل په کورنیو کې ستونزې زېږوي

په افغانستان کې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د اختري او نوروزي ډالیو وړل دود دي. 

خو هغه هېواد چې له پراخې بې‌وزلۍ او وزګارتیا کړېږي، وګړي یې ډېری وخت د اقتصادي ستونزو له امله د یادو دودونو په پاللو کې پاتې راځي.   

یوشمېر ځوانان وایي، ځینې ناوړه دودونه، لکه د نجلۍ کور ته د اختري، روژه ماتي او نوروزي وړل ډېر لګښت غواړي، خو بیا هم خلک اړ دي چې دغه دود وپالي. 

بصیر وايي، که څه هم د ټولنې د دودونو پالل ښه کار دی، خو ډېری داسې خلک شته چې د یادو دودونو د پاللو لپاره پیسې په پور اخلي او یاد ټولنیز دودونه پالي.

خو ناهید او حمیرا سره له دې چې د یادو دودونو پر پاللو ټینګار کوي، خو زیاتوي، که د هلک کورنۍ یې وسه و‌نه لري، د نجلۍ کورنۍ باید پرې فشار را نه وړي.

د دوی په وینا، د ناوړه دودونو پالل نه یوازې لوړ لګښت لري، بلکې د ټولنیزو ستونزو، لکه طلاق او تاوتریخوالي لامل هم ګرځي.

په په همدې حال کې یوه ټولنپوه راضیه دانش وایي، د اقتصادي ستونزو له امله د اختري او نوروزي وړلو دودونه د کورنیو ترمنځ ستونزې راپورته کوي چې په وینا یې، باید د فشار له لارې نه، بلکې په خپله خوښه وپالل شي.

په افغانستان کې د ناوړه دودونو پالل کورنیو ته دروند مالي زیان اړوي او همدا لامل دی چې ځوانان د پور اداینې لپاره خطرناکو کارونو ته لاس اچوي او یا هم کلونه کلونه له بې‌وزلۍ کړېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام