
د سرهصلیب سکرتر جنراله نیلاب مبارز نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېر لمریز کال کې ۱۷ سوه او ۴۲ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه شوېده.
مېرمن مبارز وايي، تېرو کلونو ته په پرتلې د زړهناروغۍ درملنې روغتونونو شمېر هېواد دننه او بهر کې له ۴ څخه ۹ ته لوړ شوېدي.
همداراز مېرمن مبارز زیاتوي، تېر کال د ایډز ناروغۍ په تړاو ۱۴ زرو او ۸۸۲ کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی.
افغانستان کې د سرهصلیب سکرتر جنراله همدارنګه وايي، د جسدونو لېږد په برخه کې یو زر او ۱۱۴ جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې ۵ سوه او ۷۶ جسدونه پهکې د امنیتي ځواکونو او ۳۸ هم د دولت د وسلهوالو مخالفانو دي.
د سرهصلیب مسوولان زیاتوي، د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یې ۳ میلیونه او ۹ سوه او ۲۸ زره او ۱۲۰ کسانو ته خدمتونه وړاندې کړيدي.





