
جوزجان ولايت کې يوه باوري سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، ياد مړه شوي کسان د درزاب ولسوالۍ د «بتو» د کلي اوسېدونکي وو او تېره اوونۍ له ايرانه راغلي وو.
درزاب ولسوالۍ د طالبانو ترکنټرول لاندې ده. دې سرچينې د يادو مړو شويو د کورنيو له قوله وويل چې مړو شويو کسانو د کورونا ټولې نښې نښانې موجودې وې.
د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست فريد عزيزي د ياد خبر په اړه ناخبري ښيي او وايي، تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ خبر نه لري.
د يادولو ده چې په هېواد کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.





