قهرجنو معترضینو په جوزجان او تخار کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې تړلي

په جوزجان او تخار ولایتونو کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او ده ته د منسوب قوماندان نظام‌الدین قیصاري زرګونو پلویانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې وتړلې.

اعتراض کوونکیو د سټېکر لرونکیو پېژندپاڼو یوې بستې په سوځولو سره حکومت ته خبرداری ورکړ چې وروسته له دې د «ولسمشر قومي تبعیض او انحصار ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.»

په جوزجان کې د جنبش ځوانانو رییس قدرت‌الله وطن او قومي مشر سید مهدي ناطق وویل چې د ملي یووالي حکومت زورواکي چلند اړ کړي دي چې د ټاکنو ولایتي کمېسیون دروازې وتړي.

دوی وویل، تر هغو به مدني سرغړونې وکړي چې مرکزي حکومت یې غږ اورېدلی نه وي.

دغه راز په تخار کې د جنرال دوستم سلګونو پلویانو د حکومت ضد شعارونو په ورکولو سره د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه وتړله او خبرداری يې ورکړ که غوښتنو ته يې رسیدنه ونه‌شي له دې به هم تند غبرګون وښيي.
ورته وخت کې په فاریاب، سمنګان او هرات ولایتونو کې زرګونه معترضین واټونو ته راووتل؛ د فاریاب معترضینو حکومت ته خبرداری ورکړ که هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راتګ زمینه برابره نه‌کړي په دغه ولایت کې به د یوناما او بشري حقونو دفترونه د تل له‌پاره وتړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام