
باميانو ولايت کې يوه امنيتي سرچينه د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وايي، نن سهار « د جوزا لسمه، شنبه» د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ په مېلمستون کې يوه پوليس پر يوې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
په ورته وخت کې د ياد ولايت د جنايي پېښو د کشف امر سیدحاجي رباني وايي چې پوليس سرتېري له يادې نجلۍ سره ټلفوني اړيکه درلوده.
نوموړی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې جنسي تېری شوی که نه خو زياتوي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د تېر کال د اختر په دويمه ورځ هم په د باميانو امنيې قومندانۍ په مېلمستون کې پر يوې ۲۵ کلنې نجلۍ تېری شوی و.
د يوه بل خبر له مخې د فارياب ولايت د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون رييس ذبیح الله جواد سلاموطندار ته وايي يوه طالب وسلهوال پر يوې ښځې جنسي تېری کړی او بيا يې وژلې ده. نوموړی زياتوي، ياد طالب عبدالرحمن نومېږي چې په صیقل مشهور دی.
د جواد په وينا، دا پېښه د ګرزيوان ولسوالۍ پخلسوز سيمه کې شوې ده.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.





