.jpg)
داسې ښکاري، چې د خیالي بې ځایه شویو د شمېر ډېرښت د کندوز ولایت د ګډوالو چارو ریاست ته سرخوږی جوړ کړی دی.
د کندوز ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست مسوولان وایي، چې د خیالي بې ځایه شويو ډېروالي سره د دوی د سروې د ټېیمونو ډېر وخت د کډوالو په پېژندنه کې تېرېږي.
د دې ریاست رییس عبدالسلام هاشمي وایي، په کندوز ښار کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په پار د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو نه ۳ اوونۍ وروسته ۵۱۵ بې ځایه شویو کورنیو دوی ته مراجعه کړې، چې د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې له امله بې ځایه شوي دي. خو دی وايي، چې د دوی له سروې وروسته څرګنده شوه، چې له دې ځایه یوازې ۱۴۲ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
دی له اصلي بې ځایه شویو غواړي، هغه چا ته چې اصلي بې ځایه شوي نه وي؛ په خپل منځ کې اجازه ورنه کړي. په دې کار سره به هم د نورو حق ونه خوړل شي او هم به د دوی کاري بهیر چټک شي.
.jpg)
هاشمي زیاتوي، چې دغه کسان د مرستندویو بنسټونو څخه د مرستو د ترلاسه کولو په پار د بې ځایه شویو په نوم خپل غوښتنلیکونه ورکوي او یو شمېر ډېر کم یې د بی وزلۍ او نادارۍ له امله داسې کوي.
په همدې حال کې د کندوز د استېناف محکمې ریيس محمدعارف مبشر وايي، که د دې ولایت د کډوالو ریاست هغه کسان او ډلې، چې د اړمنو کسانو حق خوري؛ دوی ته معرفي کړي؛ قانوني چلن به ورسر وکړي.
د کندز د کډوالو چارو ریاست د شمېرو له مخې، همدا اوس په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۸۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي، چې د ژمنیو مرستو ترڅنګ د ژوند نورو لومړنیو توکیو ته اړتیا لري.
که څه هم په ډېرو مواردو کې د جعل او د بل د حق خوړلو پر سر ناندرې راپورته شوي؛ خو دا په خپل ذات کې لومړی ځل دی، چې د یوې رسمي سرچینې له خوا د خیالي بې ځایه شویو د موجودیت موضوع راپورته کېږي.





