
په ارګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو بایومټریک لرۍ پیل شوې ده. د رسنیو د راپورونو لهمخې ولسمشر غني او ځینو لوړیو حکومتي چارواکیو د برېښنايي پېژندپاڼو لهپاره اړوند اسناد او فورمې بشړې کړي دي او دغه بهیر دوام لري.
خو اجرایه ریاست بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش یوه ستره ملي موضوع ده او دا چاره لا زیات بحث او دقت ته اړتیا لري؛ تر څو په دې برخه کې یو ملي اجماع او ټولیزې هوکړې ته ورسېږو.
خبرپاڼه وايي، ترهغو چې ملي اجماع او هوکړې ته ونه رسېږو د جنجالونو مخنیوی نه کېږي؛ نو ځکه دې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر وځنډول شي.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ویلي دي چې د دې موضوع په اړه به د شنبې ورځ له ولسمشر سره خبرې اترې وکړي.
ورته وخت کې د ولسمشر د ویاند مرستیال شا حسین مرتضوي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د لومړي ځل لهپاره هېوادوالو ته معیاري پېژندپاڼې ورکول کېږي. له تېرې ورځې راهیسې د سیاسي شخصیتونو او لوړپوړیو حکومتي چارواکیو د بایومټریک بهیر روان دی. د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د هېوادوالو غوښتنه ده او حکومت په دې اړه جدي اراده لري.»





