
لومړۍ مېرمنې رولا غني چې نن یې په کابل کې د «میندو د مړینې راکمولو لپاره ژمنه» په نوم جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، هغه پیسې چې طالبانو په ننګرهار کې سوځولي، د بیتالمال دي او د یاد ولایت له بېوزله ښځو سره د مرستې په موخه ورلېږل شوې وې.
د لومړۍ مېرمنې په وینا، یادې پیسې مالیې وزارت ورکړې وې او د دې دفتر هېڅ بودیجه نهلري.
مېرمن غني زیاتوي، که طالبان له زیانمنو سره مرسته سیاست بولي، دا به خپل دا ډول سیاست ته دوام ورکړي.
اړوند مطالب:
د «رولا غني» د عکس سوځول او په پېژندپاڼو کې د سادات قوم د لیکلو غوښتنه

رولا غني وايي، د بیتالمال پیسې باید ونه سوځول شي او زیانمنو خلکو ته ورسېږي.
رولا غني د میندو د روغتیا په اړه وايي، د زېږون ترمنځ کم واټن، امیندوارو میندو ته د کورنیو لږ پام، په کم عمر کې واده کول، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی او په ځینو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو نه موجودیت، د میندو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
لومړۍ مېرمن میندو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول کافي نه بولي او وايي، په روغتونونو کې د امنیدوارو میندو شمېرې باید را ټولې او د نسايي ولادي روغتونونه هم باید په ښه توګه مدیریت شي.





