غور کې له ۷ کلونو راهیسې یو سړک هم نه دی قیر شوی

د غور یوشمېر مدني فعالان د سړکونو او واټونو خرابوالي له امله نیوکه کوي. دوی وايي، د مرکزي حکومت نه پاملرنه سبب شوې چې په تېرو ۷ کلونو کې د غور ولایت یو سړک او واټ هم قیر نه‌شي.  

د غور په مرکز فېروز‌کوه ښار کې شاوخوا ۷ کاله وړاندې د ولایتي بیارغونې ټیم یا پي ار ټي او ځېنو بهرنیو سفارتونو د ۸ میلیونو ډالرو په لګښت ۱۲ کیلومتره سړک قیر کړی دی. د مدني فعالانو په وینا، وروسته له دې تراوسه ان یو سانتي متر سړک هم دغه ولایت کې نه دی قیر شوی.

د غور ولایت دوو مدني فعالانو یارمحمد یار او غلام رسول مبین سلام وطندار ته وویل، په دې ولایت کې حکومت تراوسه پورې هېڅ داسې پروژه نه ده عملي کړې چې د خلکو قناعت یې ترلاسه کړی وي.

دوی وايي، هغه سړکونه او واټونه چې د ولایتي ادارې بیارغونې ټیمونو له‌خوا پاخه شوي وو؛ بېرته ویجاړ شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.

دغور مدني فعالان له سیمه‌ییزې ادارې په ځانګړې توګه له ښاروالۍ غواړي چې د فېروزکوه ښار سړک قیر او جغل اچونې مسلې ته پام وکړي.

د غور مرکز فېروزکوه ښاروال محمدعارف قاضي زاده وايي چې دوی د امنیت او تخنیکي وسایلو نه‌شتوالي له‌امله ونه توانېدل چې ویجاړ شوي سړکونه بیرته ورغوي. د غور ښاروال وايي، ډېر ژر به د سړکونو او واټونو ځېنې ویجاړې شوې برخې ورغوي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو تطبیق کم بولي او وايي سره له دې چې د دغه ولایت اوسېدونکیو د مرکزي لویې لارې او برېښنا بند جوړېدو له‌پاره پراخ اعتراضونه کړي دي خو دغو اعتراضونو تراوسه پورې کومه پایله نه درلوده.

دغه نیوکې داسې مهال کېږي چې د غور سیمه‌ییزو مسوولانو او مدني فعلانو په وینا، د دغه ولایت زیاتره سړکونه په ځانګړې توګه د منډوي سړک د ورښت پرمهال له اوبو ډکیږي چې په تګ را تګ کې د ستونزو ترڅنګ د هټیوالو مالونه هم خرابوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام