
د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دې ګوند د یو شمېر غړو په حضور کې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان شرایطو ته په کتو سره دوی ونه شوای کړای، چې د نورو ګوندي موضوعاتو ترڅنګ په ګوندي تشکیلاتو د بحث لهپاره کنګره جوړه کړي.
نوموړي زیاته کړه، دوی په مرکزي شورا کې هوکړې ته رسېدلي، چې په لومړي قدم کې د مرکز او سیمهییزو بنسټونو د لا فعالولو لهپاره د رهبرۍ لنډمهاله شورا پراخه کړي.
« وروسته له هغه چې د جمعیت اسلامي له مخورو شخصیتونو سره بحثونه وشول ۶۴ تنه د لنډمهاله مشرتابه شورا د غړیو په توګه اعلانوو، دا لنډ مهاله د رهبرۍ شورا د جمعیت ګوند د رهبري کولو مسوولیت لري او د دې حزب د جوړښتنو مسولیت هم په غاړه لري».
رباني زیاته کړه، ترهغه مهاله چې د ګوند کنګره جوړیږي د رهبرۍ شورا به په سترو ملي مسایلو کې لکه، د ولسمشرۍ او ملي شورا ټاکنې او داسې نورو کې ددې حزب دریځ او لیدلوری تنظیم وي.
په غونډه کې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا غړي محمد نسیم فقیري د ر هبرۍ شورا د غړیو ۶۴ کسېز نوملړ اعلام کړ.

په دغه لیسټ کې د صلاح الدین رباني، استاد عطا محمدنور، امیرمحمد اسماعیل خان، احمدضیا مسعود، محمد یونس قانوني، عبدالستارمراد، استاد عنایتالله شاداب او محمدنسیم فقیري نومونه هم شامل و.
د جمعیت اسلامي د ګوند د غړیو په وینا، دا ګوند له ۶۰ کلونو راهیسې سیاسي مبارزه کوي، تردې وړاندې د ګوند مشري پخواني ولسمشر استاد برهانالدین رباني کوله، چې د هغه له وژل کېدو وروسته د نوموړي زوی صلاحالدین رباني د جمعیت د ګوند ځایناستی مشر شو چې اوس هم ددې ګوند مشري کوي.
یاده دې وي، چې د ډاکټر نجیب د رژیم له سقوط وروسته چې کله جهادي تنظیمونه کابل ته راغلل او په خپلمینځي جګړو کې ښکیل شول، جمعیت اسلامي هم د دې جګړو یو مهم اړخ و.





