
بېتوازنه پراختیا، د پراختیايي کارونو بېاغېزې کېدل او په ځېنو پرېکړو کې خلکو ته برخه نهورکول هغه عوامل دي چې د دولت او خلکو ترمنځ یې واټن پیدا کړیدی.
خو د خلکو د لوړیتوبونو او ستونزو د پېژندلو په پار د عدالتغوښتنې کمېټو جوړېدل سببېږي چې خلک په مستقیم ډول له حکومت سره په اړیکه کې شي او لهدې لارې خپلو لومړنیو حقوقو ته لاسرسی پیدا کړي.
د بدخشان ښځو ته د (BWHO) موسېسې له لوري د عدالتغوښتنې د مډرنو زدهکړو زمینه برابرېدل یو له هغو کارونو دي چې پهدې برخه کې شويدي.
د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې خلک راټول شوي چې د عدالتغوښتنې په کمېټو کې د ستونزو د حل لهپاره ټولپوښتنه وکړي.

په فیضاباد ښار کې د عدالتغوښتنې کمېټې دوه تنه غړي سامعه ناطق او عبدالقیوم وايي، د دې کمېټو جوړېدل او پهکې د خلکو ګډون دولت ځوابویلو ته مجبوروي.
د عدالتغوښتنې کمېټې یو بل غړی عبدالحمید لهدې کمېټو سره د خپلو همکاریو د دوام او ژمنو په اړه وايي، باوري دی چې دې کمېټو د عدالتغوښتنې ډموکراتیک روشونه ورزده کړيدي.
په ورته وخت کې د (BWHO) موسېسې مسوول احمدفرهاد فریبرز سلام وطندار ته وویل، د عدالتغوښتنې کمېټو د جوړېدو پروژې ۳ میاشتې پوره کېږي؛ خو لا هم کمېټې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
ښاغلی فریبرز وايي، د عدالتغوښتنې پروژې د کار پای ته رسېدل؛ د عدالتغوښتونکیو کارونو د پای په معنا نهدی. دی هیلهمن دی چې دا کارونه به د دولت او خلکو ترمنځ د عدالتغوښتنې روشونه د تېر په پرتله بهتر کړی شي.





