له المان نه ۳۱ افغان کډوال را اېستل شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمدرضا باهر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو افغان کډوالو الوتکه نن سهار د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته را ورسېدله.

د نوموړي په وینا، له اروپايي هېوادونو، په تېره المان نه را اېستل کېدونکي افغان کډوال نارینه دي. هغه وايي، دا هغه کسان چې قضیې یې د کډوالو ادارې یا هم هغه کسان دي چې مخکمې یې له څلور ځله نه ډېر د هغوی قضیې نه دي منل شوي.

باهر زیاتوي، له المان سره د افغانستان د هوکړې له مخې، هېڅکله به له یاد هېواد نه ښځې، ماشومان، ناروغان او د ډېر عمر لرونکي کسان نه را اېستل کېږي.

د دغه وزارت مسوولان وايي، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پر مهال، له اروپايي هېوادونو نه ۱۰۸۰ افغان کډوال را اېستل شوې دي.

که څه هم د بشري حقونو ملاتړو نړیوالو ادارو په تېرو کلونو کې له اروپايي هېوادونو نه د افغان کډوالو پر را اېستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان وضعیت یې لپاره مناسب نه دی، خو دغو هېوادونو د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام