.jpg)
په افغانستان کې د ماین پاکونې موسسې چارواکي وايي، چې دغه هېواد د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله د ماینونو د چاودنو له امله زیاتې قربانۍ ورکړې دي.
د ماینونو منع نړیوال کمپاین په خپل تازه رپوټ کې زیاته کړې، چې په ټوله نړۍ کې ۶ زره او ۴۶۱ کسان د ماین چاودنې قربانيان وو چې له دې شمیرې یو زر او ۳۱۰ يې په افغانستان کې وو.
د اغېزمنو افغانانو موسسې ريیس اسلام محمدي د چهار شنبې ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې پر لاس جوړ شویو ماینونو، د پرسونل ضد او خوشهيي ماینونو چاودنو کې ۵۳۲ ملکي وکړي وژل او ۷۷۸ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل:" ۳۴ سلنه قربانیان ماشومان دي په ټوله کې ۵۴۳ وژل شوي او ۷۷۸ نور ټپيان شوي دي."
محمدي پر افغان دولت او نړیوالې ټولنې ځکه نیوکه وکړه چې پروینا یې د ماین قربانیان یې له پامه غورځولي.
ده دا هم وویل، چې په افغانستان کې لسګونه زره د ماین قربانیان له ستونزو سره مخ دي.

د هغه پر خبره، تېر کال یوازې له ماینونو ۳۵،۴ کیلو متر مربع ځمکه پاکه شوې او دوی تر ډیره پر لاس جوړ شویو ماینونو اندیښمن کړي، چې ډير قربانیان یې ملکي وګړي دي.
د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړۍ د ماین قربانیانو ۷۵ سلنې زیاتوالي شاهده وه.





