
یوشمېر کابل ښاریان د کوچني اختر په را رسېدو سره د وچې مېوې د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
دوی وايي، د وچې مېوې بیه د تېرې یوې میاشتې په پرتله ډېره لوړه شوې او خلک یې د پېرلو وسه نهلري.
د وچې مېوې یوشمېر پلورونکي وايي چې د وچې مېوې د بیو لوړوالي له کبله د دوی بازار هم خراب شوی دی.
د دوی په وینا، سږ کال د تېرو کلونو برعکس د کورنیو مېوو، لکه د ممیزو، نخودو او بادامو بیې له ۵۰ نه تر ۱۵۰ افغانیو را ټیټې شوي، خو د بهرنیو هغو لکه د امریکايي بادامو او پستې بیې له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي.
په همدې حال کې یوشمېر ټولنپوهان بیا باور لري، که یو کس د مېوو د پېرلو وسه نهلري، اړتیا نهده چې ډک دسترخوان ولري او کولای شي په یوه ساده دسترخوان سره هم د خپلو مېلمنو کوربهتوب وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال، هغه کسان چې پیسې لري، په اختر کې خپل دسترخوانونه په بېلابېلو وچو او تازه مېوو او کلچو ډکوي، خو ناچاره او بېوسه کورنۍ د اختر ورځې هم لکه د نورو عادي ورځو په څېر تېروي.





