
د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ په انګړ کې نن ورځ د پولیسو یوشمېر احتیاط افسران راټول شوي وو او د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه.
د احتیاط افسرانو په استازيتوب حسیب ارین وویل، ټولټال له ۲ زرو زیات افسران چې له ۲۰۰ ډېر یې پاسوالان، شاوخوا ۶۰۰ سمونوالان او پاتې نور د بېلابېلو رتبو خاوندان دي له څوو کلونو راهیسې یې برخلیک ناڅرګند دی.
دغهراز یو بل لوړ پوړي پولیس افسر محمد سالم خادم وویل له ۷ کلونو راهیسې احتیاط ته لېږل شوی او دا دی دوه میاشتې وشوې چې د احتیاط افسرانو تنخواوې هم نه دي ورکړل شوي او په دې وروستیو کې د پولیسو له پنځه سلنه لوړې شوې تنخوا هم بې برخې دي.
دغو اعتراض کوونکیو افسرانو وویل، په ټاکلې موده د تنخوا راکړې سربېره دې د احتیاط کدري افسران په دندو وګومارل شي.
همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلاموطندار ته وویل وزارت د ټولو احتیاط پولیس افسرانو لهپاره پروګرام تر لاس لاندې لري.
د ښاغلی رحیمی په وینا د پولیسو افسرانو تنخوا په ورکړه کې د فساد له امله ځنډ را منځ ته شوی چې ډېرژر به دغه بهیر برېښنایي شي؛ تنخواوې ورکول کېږي او برخلیک به یې هم معلوم شي.
احتیاط پولیس افسرانو تېره ورځ هم د ملي شورا په ودانۍ کې را ټول او کیلانو ته یې هم شکایت کړی دی.





