لویه څارنوالۍ: د ټاکنو په تړاو د پېژندپاڼو جعل ۲۴ دوسیې رارسېدلي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې له‌مخې په ټاکنو کې د ګډون شرط پر پېژندپاڼو د سټېکر لګېدل دي چې له دې سره سم د پېژندپاڼو بازار ښه تود شو او ورسره د جعلي پېژندپاڼو جوړول او کاروبار فرصت غوښتونکیو کسانو ته هم زمینه برابره کړه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی نن ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل امنیتي او کشفي ادارو د پېژندپاڼو جعل په تړاو شاوخوا ۵۸ کسان نیولي دي.

جمشید رسولي وايي، تورنو غوښتل په جعلي بڼه سټېکر لرونکې پېژندپاڼې جوړې کړي او په ټاکنو کې یې وکاروي او له دې لارې پیسې ترلاسه کړي. 

ښاغلي رسولي زیاته کړه تراوسه د پېژندپاڼو جعل په تړاو لویې څارنوالۍ ته له مرکز او ولایتونو ۲۴ دوسیې ور رسېدلي دي.

د ده په وینا پر دې دوسیو جدي کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به محکمې ته ولېږل شي. 

د لویې څارنوالۍ ویاند د پېژندپاڼو جعل پېښو ځایونه کابل، ننګرهار، کونړ، هرات، کندهار، کندوز، فاریاب، سرپل، پروان، خوست او پکتیا ولایتونه وښودل.

د جزا کوډ او د ټاکنو قانون پربنسټ ټاکنیزې سرغړونې ټاکنېز جرمونه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر تثبیت وروسته، لویې څارنوالی او نورو عدلي او قضایې بنسټونو ته ورپېژندل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام