صدیقالله د کندهار ولایت اوسېدونکی دی. مور او پلار یې په سختۍ رالوی کړی. کله چې ځوان شوی، د ګڼ شمېر نورو ځوانانو په څېر یې د مور او پلار په خوښه کوژده کړې. نوموړي او کورنۍ یې څه موده وروسته د واده کولو تکل کړی، خو خُسر یې ترې ۸ سوه زره کلدارې چې شاوخوا ۵ سوه زره افغانۍ کېږي، ولور غوښتی.
د صدیقالله پلار ځمکه لري، خو حاصلات یې نهشته. د صدیقالله کورنۍ لومړی د کوکنارو له کښته ښه ګټه اخیسته او ارامه ژوند یې درلود، خو وروسته د کوکنارو کښت پروړاندې د دولت لوري ورته ځینې مزاحمتونه جوړېدل. د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټیټه شوه او د کروندو لهپاره یې لازمې اوبه نه پیدا کېدې.
بالاخره د صدیقالله کښت له منځه لاړ. دی اړ شو چې د ورځې د ۲ سوو افغانیو مزر په بدل کې له نورو کروندګرو سره مزدوري وکړي، خو دې مزدورۍ یې د ژوند اړتیاوې نهشوای پوره کولی.
نوموړی یوه ورځ د کارموندلو لهپاره ښار ته ځي. هلته له دوو نورو کارګرانو سره بلدېږي او په کندهار کې د بېکارۍ او کارموندلو په اړه خبرې کوي. یو ملګری یې ورته وايي چې د کارموندلو لهپاره اېران ته د تګ هوډ لري. صدیقالله هم سمدلاسه ورسره د تلو خبره کوي او ترې غواړي چې دی هم له ځانه سره بوځي.

صدیقالله وايي، دلته کار نه و او اېران ته یې د تلو پرېکړه ځکه وکړه چې له یوېخوا کورنۍ ورترغاړې وه او له بلې خوا یې کوژدنه د پلار کره ناسته وه او باید راواده کړې یې وای.
نوموړی اېران ته د تلو پیسې هم نهلري، خو له خپلې خور او اوښي نه ۵ زره افغانۍ پور کوي او په سبا یې له دوو نورو ملګرو سره له کندهاره نیمروز ته خوځېږي.
دی تر سفر مخکې خپلې کورنۍ ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ ورسره ژمنه کوي چې یو کال وروسته به د پور او ولور پیسې وګټي.
دوی نیمروز کې د دمې او چای څښلو لهپاره یوې مسافرخونې ته ځي او هلته هم اېران ته د تلو په اړه سوچ او خبرې کوي. دوی لا دمه نهده جوړه کړې چې ۳ نور کسان چې بلوڅي جامې یې اغوستي، ورننوځي او سمدلاسه له صدیقالله او د هغه له ملګرو سره خبرې پیلوې.
اېران کې د ښه کاروبار او ګټې په اړه ډاډ ورکوي او صدیقالله ژمنه کوي چې د ۳ زرو او ۵ سوو افغانیو په بدل کې به یې په ارامۍ تر زاهدانو ورسوي.
صدیقالله له ۷ نورو کسانو سره یوځای د شپې لهخوا اېران ته خوځېږي. د لارې په اوږدو کې نور ټول مسافر ویده کېږي. دی هم خوب وړي او نه پوهېږي چې کوم لوري ته روان دي. تر ۲ ساعتونو مزل وروسته متوجه کېږي چې پر لاره بلد کسان وسلې هم لري.
کاروان یوه ځای کې دمه کوي او قاچاقبران څېرې بدلوي او په غوسې سره ټول مسافر پلي تګ ته اړ باسي. هره شېبه یې په مرګ ګواښي او مسافرو هم ځانونه غلي نیولي دي.
خو د شپې تیارې، خپل نامالوم برخلیک او د قاچاقبرانو زورواکۍ مسافر سخت په تنګ کړل. تر۴ ساعته پلي تګ وروسته د «زاهدان» ښار رڼا یې په سترګو لګېږي او قاچاقبران هم ورته د ستړیا له منځه وړلو لهپاره اوبه ورکوي.
دوی د اوبو له څښلو سره سم بېهوښه کېږي. کله چې بېرته رابیدارېږي، ګوري چې نه یې پیسې شته، نه موبایلونه، نه نور سامان او نه هم قاچاقبران. هر څه یې ترې وړي او دوی یې تش لاس په دښته کې پرې ايښي دي.
صدیقالله وايي، قاچاقبرانو پولیس راباندې خبر کړي وو او راغلل، موږ یې په وهلو ټکولو له ځانه سره بوتلو. د ده په وینا، پولیسو په بېله بېله کوټه کې واچول او په وهلو یې اقرار پرې وکړ چې موږ د هیرویینو قاچاقبران یو.
پولهساتي پولیس صدیقالله ته دومره وهل ورکوي چې له ژونده یې زړه ورتوروي او دوه نور ملګري یې وروژني.

صدیقالله چې د پردي هېواد سختۍ یې لیدلي وايي، خپل هېواد کې هر ډول سختیو، وزګارتیا او فقر زغملو ته چمتو دی، خو هېڅکله به هم د کډوالۍ خوب ونه ویني.
له کډوالو او د انساني قاچاق له قربانیانو سره د اېران سرحدي پولیسو د چلن خلاف، ټول نړېوال قوانین، په ځانګړې توګه د انساني قاچاق قانون کې لیکل شوي چې ټول هېوادونه او دولتونه دې د قاچاقبرانو سره د مبارزې او له کډوالو او پناه غوښتونکیو نه د ملاتړ برخه کې یو له بل سره بشپړه همکاري وکړي.
د انساني قاچاق او د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې قانون، له انساني او د کډوالو قاچاق سره د مبارزې په موخه، د نړېوالې همکارۍ څپرکي، په ۲۷ مې مادې کې راغلي چې: «د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق د مجرمینو او دې جرمونو کې د ښکېلو کسانو او ډلو کشف، څېړنه او محکمه، د قانون د احکامو له مخې، له نورو سیمهییزو او نړېوالو سازمانونو سره په همغږۍ کېږي.»
د کندهار د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون منشي او د عدلیې رییس نېکمحمد احمدي له صدیقالله سره د شوي ظلم په اړه وايي، هغه کسان چې قاچاق شویو کسانو او کډوالو ته نشهيي توکي یا قرص ورکوي، په دوامداره حبس چې تر ۸ کالو پورې دی، محکومېږي.
د صدیقالله کیسه د هغو ګڼشمېر هېوادوالو له کیسو څخه یوه ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لهپاره هېواد پرېږدي او د لارې په اوږدو کې د ډېرو سختیو په زغملو سره سره، یوه پردي او غریب هېواد کې په ټیټو سترګو او د سپکاوي په زغملو سره، هر ډول خوارۍ او مزدورۍ ته چمتو کېږي.





