په کندهار ښار کې د لومړي ځل له پاره ډله ییز واده وشو

د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ پنځو ځوانانو نن شنبه  د کندهار په ښار کې خپل د ډله ییز واده مراسم تر سره کړل.

دغه ځوانان اوسمهال په کندهار ښار کې ژوند کوي، چې د واده لګښت يې هم د پرچمن ولسوالۍ د یو میشت سوداګر له خوا ورکول شوي دي.

دغه زومان سلام وطندار ته د خوښي ښکاره کولو ترڅنګ ویلي، چې د ځوانانو سره باید نور ملي تاجران هم همداسې مرستې وکړي.

ملي سوداګر حاجي عبدالباري، چې دغه لګښت يې کړی وايي، پلان لري، چې په راتلونکي کې هم خپل دا شان مرستو ته دوام ورکړي.

د کندهار مدني فعالان هم د ملي سوداګر دغه کړنه ستايي او وايي، چي په اوس وخت کې اکثره ځوانان اوزګار دي او نه شي کولی، چې ولور یا د واده لګښتونه پوره کړي، نو په کار ده، چې دغه لړۍ وغځول شي.

دا لومړی ځل دی، چې په کندها رکې میشت ۵ فراهيان ډله ییز واده کوي.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې په ۱۳۹۳ م ز کال د تلې په ۶ مه نېټه د افغانستان په دايکندي ولایت کې یوه بنسټ د۱۰۰ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام