.jpg)
امنیتي ځواکونو د مهسا په نوم د یوې شپږکلنې نجلۍ دوه تښتوونکي او قاتلان ونیول.
دا ماشومه دوه ورځې وړاندې د کابل ښار له ۳۱۵ سیمې تښتول شوې وه.
تښتوونکیو یې د خوشې کولو په بدل کې ۳۰۰ زره ډالر غوښتل، خو کله یې چې امنیتي ځواکونه د خوشې کولو لپاره لاس پهکار کېږي، د مهسا تښتوونکي نوموړې وژني.
د دې ماشومې په غاړه کې د خپکۍ نښې ښکاري.
د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې انسان تښتوونکیو د لاس په وسیله یاده ماشومه خپکۍ کړې ده.
اوس د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او عام خلک د مهسا د تصویرونو په خپرولو سره د هغې د عاملانو د اعدام غوښتنه کوي.





